دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 197578
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د جاپاني الاصله افغان ډاکتر تیڅو ناکامورا د وژلو په تور یې ۲ تنه نیولي دي.
افغان امنیتي چارواکو تراوسه پورې د نیول شویو کسانو د هویت او تړاو په اړه څه نه دي ویلي.
ناکامورا، چې خلکو کاکا مراد باله، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې له ۴ ساتونکو او همداراز موټرچلوونکي سره وویشتل شو.
۷۳ کلن ناکامورا، چې اوږده موده یې د طب په برخه کې وړیا خدمتونه کړي، په وروستیو کلونو کې خپل ژوند دې ته وقف کړی و چې یو شمېر افغانان له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودروي.
پر ده حمله کوونکي د پېښې له ځایه وتښتېدل او تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو اکثره افغانان وايي چې دا برید پاکستان د خپلو افغان عواملو په وسیله کړی دی ځکه چې ناکامورا د اوبو د بندونو په برخه کې ډېر کار کړی و او لا یې هم هڅه کوله چې د افغانستان اوبه کنټرول او کرنیزې مځکې پرې خړوبې کړي.
د شنبې په ورځ د ناکامورا مړی په کابل کې له یو لړ رسمي مراسمو وروسته جابان ته ولېږدول شو. په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني هم ګډون کړی و او ژمنه یې وکړه چې د ناکامورا قاتلان به د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
په دې مراسمو کې، چې د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې جوړ شوي وو، د ډاکتر ناکامورا مېرمن ناوکو او لور اکیکو هم ګډون کړی وو.
ناکامورا له افغانانو سره د بې ساري مرستو په خاطر په یوه اتل بدل شو او ډېرو افغانانو په هیواد کې دننه او له هیواده دباندې د هغه په وژل کېدا وېر وکړ.
https://avapress.com/vdccmmqs42bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته