دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۸
د مطلب کود : 197575
د ناکامورا د وژلو په تور دوه کسان نیول شوي
د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د جاپاني‌ ډاکټر تیڅو ناکامورا د وژلو په تور دوه کسان نیولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د نیول شویو کسانو له کورونو یوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د هغه په وینا، دغه قضیه د ننګرهار ادارې له لوري په پوره جدیت او پام سره څېړل کېږي او د پرمختګ په اړه یې به یې وخت په وخت له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
له دې وړاندې د ننګرهار والي شاه‌محمود میاخېل رسنیو ته ویلي و چې د ناکامورا د وژلو پلان له هېواده بهر جوړ شوی و. هغه په دې اړه ډېر جزیات نه و ورکړي.
جاپاني‌الاصله افتخاري افغان تېره چهارشنبه د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې له پنځو افغان کارکوونکیو سره یوځای په ډزو ووژل شول.
 
https://avapress.com/vdcjaaeviuqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته