دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 197562
طالبان: د دوحې مذاکرات به نن دریمه ورځ هم روان وي
د طالبانو او امریکايي لوري بیا پيل شوي مذاکرات نن په قطر کې درېیمې ورځې ته داخل شول.
 د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین وايي، دا مذاکرات به نن دوشنبه هم روان وي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي چې کوم موضوعات به په کې وڅېړل شي.
 د امریکا او طالبانو تر منځ ۹ پړاوه مذاکرات د سپټمبر په ۹مه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا ودرول شول، خو په دې وروستیو کې د انس حقاني او د هغه د دوه ملګرو په بدل کې د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو راخوشې کېدو، د مذاکراتو بیا پيل ته لاره خلاصه کړه.
  طالبان وايي چې دا ځل مذاکرات له همغه ځایه پیل شوي دي چې په ټپه درول شوي وو، خو امریکا او افغان حکومت په اوربند هم ټینګار کړی دی چې طالبان بیا وايي، اوربند به یوازې له امریکايي لوري سره وکړي.
https://avapress.com/vdcfvedy0w6d1ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته