دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 197556
خوست کې د افغانیو د رایجولو هڅې شروع شوي
په خوست کې یو ځل بیا د ځايي چارواکو، امنیتي ادارو او د افغانستان بانک د کارکوونکو لخواد افغانیو د رایجولو لپاره هڅې پیل شوې دي.
خوست له هغو ولایتونو ده، چې خلک يې له شاوخوا ۲۸ کلونو راهیسې کلداره کاروي او د خلکو او سوداګرو اصلي سرمایه يې هم په کلدارو ده.
که څه هم پخوا څو ځلې حکومت د افغانیو د رایجولو هڅې کړي، خومسوولین وايي، دا ځل د افغانیو ترویج ځکه اسان دی، چې دوه کلدارې په یوه افغانۍ تبادله کیږي او دوکاندارن هم ډیری توکي له کابل او نورو ولایتونو په افغانیو رانیسي.
په خوست کې دا ځل د افغانیو د رایجولو لپاره حکومتي مسوولینو د ښار په ټولو عبوري او داخلیدونکو دروازو کې صرافان توظیف کړي، چې خلکو ته د دوی د کلدارو په عوضافغانۍ ورکړي.
خلک او سورلۍ له ګاډو د پولیسو لخوا راکوزیږي او خپلې پیسې افغانیو ته اړوي.
ددې په خوا کې حکومتي مسوولینو لدې بهیره څارنه چټکه کړې او هم يې په ښار او اطرافو کې د افغانیو د کارونې، د اړتیا او ګټې په اړه عامه پوهاوی پیل کړی دی.
د خوست درې تنه اوسیدونکي محمود، حاجي غفار او حاجي بخت محمد وايي، په کلدارو راکړه ورکړه باندې د خلکو تاوان دی، ځکه نن سبا سوداګر او دوکانداران توکي او شيان په کابل او نورو ولایتونو کې په افغانیو اخلي او کله چې یو ځل کلداره اخلي او بیا يې افغانیو ته اړوي، نو دوه وارې تاواني کیږي.
دوی زیاتوي، کچیرې د افغانیو د رایجولو لپاره د افغان حکومت اراده پیاوړي وي، نو باید په ټولو يې یو شان عملي کړي.
په سویل ختیز زون کې د افغانستان بانک مسوول معلم شاه نیکیار وايي، د خوست خلک چې سرمایه يې کلدارې ده، باید په افغانیو باندې يې بدله کړي.
دی زیاتوي، که چیرې خلک لدې فرصته ګټه وانخلي، نو نور به هم تاواني شي.
https://avapress.com/vdciwyazqt1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته