دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 197532
هلمندیانو د ناکامورا په ویر شمعې بلي کړې
د هلمند اوسېدونکو تېره شپه د ناکامورا په یاد د سولي پر څلور لاري شعمې بلي کړې، او نوموړی يې د افغانستان د ابادۍ او ترقۍ اتل یاد کړ.
ځوانانو او مدني فعالانو له دولت څخه وغوښتل، چي ناکامورا قاتلین ونیسي او سزا ورکړي.
تیره شپه د لښکرګا ښار د سولي پر چوک ګڼ شمېر ځوانان ، مدني فعالان او ځايي اوسیدونکي راټول سوې وه ، د ناکامورا له تصویرونو سره یو ځای يي شمعې بلې کړې ، او د هغه سره يي خپله غمجني او خواخوږي ښکاره کړه.
دوی دغه کار د پاکستان پر ځینو کړیو واچوه ، چي په قول يي نه غواړي افغانستان ترقي او پرمختګ وکړي.
د هلمند مدني فعالانو ، پر همدې مهال له ځايي ادارې وغوښتل ، چي د ناکامورا په نوم یو څلور لاری ، سړک او یا ښوونځۍ ونوموي ، تر څو د دغسې اتلانو یاد ژوندی پاته سي.
دغه راز د هلمند اوسیدونکو له دولت څخه غوښتنه وکړه ، چي د ناکامورا او د هغه د همکارانو قاتلین باید ونیسي او سخته سزا ورکړي ، ترڅو هغه میلمانه ، چي هیواد کي د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار کوي ، ژوند يي خوندي اووساتل سي.
تېتسو ناکامورا د تیري چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ښار کي له خپلو همکارانو سره یو ځای د نامالومه کسانو له خوا ووژل سو ، چي تیره ورځ يي جسد په رسمي مراسمو د نوموړي د کورنۍ له خوا جاپان ته انتقال سو.
https://avapress.com/vdcc1mqsi2bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته