دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 197476
حامد کرزی: سوله د ټولو ځورېدلو افغانانو هیله او سالم حق دی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دی په قطر کې د امریکایي پلاوي او د طالبانو  ترمنځ د پیل شویو خبرو ملاتړ کوي او هیله لري چې دا خبرې به په هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لامل شي.
د افغان خبری آژآنس د خبر له مخی، سوله د ټولو ځورېدلو افغانانو هیله او سالم حق دی او په همدې بنسټ نوموړی د سولې لپاره له روانو هڅو کلک ملاتړ کوي او له ټولو ښکېلو لوریو غواړي، چې د دې خبرو په لړ کې له پوره دقته کار واخلي څو په پایله کې یې افغانان د ملي یووالي تر چتر لاندې د یو قوي او واحد نظام خاوندان شي.
https://avapress.com/vdcjaaevmuqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته