کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مجلس ته د مور په نامه د اولادونو تذکری اخیستلو طرحی وړاندیز وشو

14 قوس 1398 ساعت 15:31

مجلس ځینی نمایندګان د تذکره ویښ قانون کې تعدیلاتو وړاندیز سره، په تذکرو کې د مور نوم درج کېدو غوښتونکې شو.



د مجلس داخلی وظایف اصولو په اساس ۲۵ نماینده ګان د یو وړاندیز په امضا سره کولای شی د یو قانون تعدیل او یا رامنځته کېدو طرحخه مجلس ته د غړو طرحی په حیث ارایه کړی.
په دی توګه، مجلس ځينی نمایندګان تیره ورځ مجلس ته د تذکرو ویښ قانون دوه مادو بدلون طرحه ارایه کړ ترڅو په اساس یی میندی دا حق ولری چی خپل زامنو لپاره تذکره واخلی او همدارنګه نومونه یی د خپلو زامنو په تذکرو کې درج شی.
ناهید فرید د مجلس غړي وویله: زما او ځينو وکیلانو په نظر چی ددی طرحی سره موافق دی او حداکثر یی نارینه دی، په دی برخه کې لومړۍ ګام داده چی د تذکره ویښ قانون دوه بنیادی تعدیل او بدلون ته اړتیا لری ترڅو ښځی خپل ځان ددی بدلونونو په هنداره کې ووینی.
آغلۍ فرید زیاته کړه، په دی تعدیلاتو کې وړاندیز شوی دی چی لومړۍ میندی لومړۍ خپل حق چی د خپلو زامنو تذکرو ترلاسه کول دی لاسته راوړی او دوهم هغه وخت چی د نیکه نوم په تذکره کې درج کیږی، مور حق لری نوم یی په تذکره کې درج شی.
د مجلس دا غړۍ مجلس ته وویله، ښځه د هغه ورځی څخه چی په دی ټولنه کې نړۍ ته راځي او ترڅو چی د نړۍ څخه ځی، مستقل هویت نه لری.
دا په داسی حال کې دی چی افغانستان د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی سره مبارزی نړیوال ورځی سره همزمان، ۱۶ ورځی د تاوتریخوالی محوه کېدو کمپاین لپاره اختصاص کړی وو.
 


د مطلب کود: 197277

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197277/مجلس-ته-د-مور-په-نامه-اولادونو-تذکری-اخیستلو-طرحی-وړاندیز-وشو

آوا
  https://www.avapress.com