کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د تاوتريخوالي، انساني قاچاق او جعل قضيو کې دولس تنه نيول شوي دي

11 قوس 1398 ساعت 11:36

ننګرهار امنې قوماندانۍ پولیسو د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې د تاوتريخوالي، جعلي تذکرو او جعلي ويزو جوړولو قضيو کې دولس تنه نيولي دي.


په جلال اباد ښار کې د بسمينې په نوم يوې مېرمنې د کور تخريب په قضيه کې شپږ تنه نيول شوي او څارنوالۍ ته ورپيژندل شوي دي.
همدا راز يو سراف د ۲۳ جلده پاسپورتونو، پنځه پاکستاني هويت کارتونو او پنځه جلده جعلي تذکرو سره يو ځای نيول شوی چې څارنوالۍ ته د وروستيو اجراتو په موخه سپارل شوی دی.
په ورته وخت کې څلور تنه نور هم د پاکستان جعلي ويزو لګولو په جرم نيول شوي، چې تر لومړنيو څېړنو وروسته څارنوالۍ ته ور پيژندل شوي دي.
دغه د جلال اباد ښار په اوومې ناحيې کې يو تن د انساني قاچاق په جرم نيول شوی، چې د قانوني کړنو په موخه څارنوالۍ ته لېږدول شوی دی.
 


د مطلب کود: 196954

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/196954/ننګرهار-کې-د-تاوتريخوالي-انساني-قاچاق-او-جعل-قضيو-دولس-تنه-نيول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net