بامیان ولایت امنیتی چارواکې نږدی ۲۰۰ کیلو ګرام مخدره توکې چی څو اخیرو کلونو کې د امنیتی ځواکونو له لوری کشف او ضبط شوی وو نن په یو لیری سیمه کې سوځلی دی.
بامیان ولایت کې ۲۰۰ کیلو ګرام مخدره توکې سوځل شوی
10 قوس 1398 ساعت 19:38
بامیان ولایت امنیتی چارواکې نږدی ۲۰۰ کیلو ګرام مخدره توکې چی څو اخیرو کلونو کې د امنیتی ځواکونو له لوری کشف او ضبط شوی وو نن په یو لیری سیمه کې سوځلی دی.
آوا خبرګزاری-بامیان: مل پاسوال محمد صادق مرادی؛ د بامیان پولیسو قوماندان وویل: هغه مواد چی نن سوځول شوی دی، ۱۸۳ ګرام هیروئین، ۱۹۰.۹۵ کیلوګرام تریاک، ۶۷۲ ګرام چرس او ۳۲ لیتر الکلی مشروبات چی د ۱۳۸۹ کال څخه تر ۱۳۹۵ کال پوری ددی اداره له لوری کشف او ضبط شوی دی.
هغه زیاته کړه: که څه هم بامیان مخدره توکو کشف څخه خالی دی خو دا مواد د کابل، دایکندی، غور او غزنی ترانزیتی لارو څخه دا ولایت ته راوړل شوی دی.
مخدره توکو په وړاندی مبارزی وزارت چارواکې د پولیس دا لاسته راوړنې مهم بللی خو زیاته کړه چی په دی ولایت کې د معتادینو شمیر ډيریدل اندیښمندوونکې دی.
که څه هم مخدره توکو په وړاندی مبارزی وزارت ځينی چارواکې بامیان ولایت کې وویل: بامیان د مخدره توکو ترانزیت لاری باندی بدل شوی دی خو پولیس لاسته راوړنې په دی ولایت کې د مخدره توکو کشف او مخنیوی په برخه کې په دی ولایت کې ناکام پاته شوی دی.
د مطلب کود: 196904