دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 196745
افغان بوکسر سهېل احمد خپل انګلستانی سیال په ګونډو کړ
د افغانستان پروفېشنل بوکسر سهېل احمد مغلزي تېره شپه ناوخته د انګلستان په یارک هال کې خپل سخت انګلېس سیال ډایلین ډراپر د سیالۍ په دریم راونډ کې مات کړ او په دې سره یې په پرله پسې توګه ۱۴ مه بریا هم د افغانستان په نوم ثپت کړه.
سهېل احمد مغلزی د افغانستان هغه مسلکي سوک وهوونکی دی چې تر اوسه یې په ۱۵ مسلکي نړیوالو لوبو کې ګډون کړی دی چې په هغې کې ۱۴ سیالۍ په مسلسله توګه ګټلي دي، خو یوه سیالي یې څو میاشتې وړاندې بایلوده د نوموړي راتلونکي سیالۍ به هم د ډسمبر پر ۱۴ مه نېټه په انګلستان کې ترسره شي.
افغان بوکسر سهېل احمد د تېرې شپې سیالۍ د ګټلو وروسته په خپلې ټویټر پاڼې او فسبوک پاڼې باندې هم ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې ده او دا یې د افغانستان لپاره د انګلستاني سیال خلاف لوی ویاړ بللی دی.
نوموړی د انګلستاني سیال خلاف خپلې دې پنځلسمې سیالۍ لپاره څه موده وړاندې له انګلستانه کابل ته هم راغلی وو او دلته یې له یو شمېر افغان بوکسرانو سره یوځای مهم تمرینات ترسره کړل.
سهېل احمد مغلزی دا مهال په انګلستان کې مېشت دی هغه نږدې ۱۸ کاله وړاندې د خپلې کورنۍ سره یوځای د انګلستان هېواد ته تللي دی، نوموړي هلته د زده کړو تر څنګ د بوکسېنګ سیالیو سره هم مینه درلوده چې دا مهال په انګلستان کې د افغانستان په نماینده ګۍ په نړیوالو میدانونو کې لوبېږي.
سهېل احمد له دې وړاندې کله چې افغانستان ته راغلی وو خبریال ډاټ کام ته وویل، چې هغه له خپل هېواد سره ډیره مینه لري او د همدې په خاطر نوموړی له هرې سیالۍ وړاندې خپل هېواد ته راځي او دلته له افغان سوک وهوونکو سره یوځای تمرینات کوي.
سهېل احمد په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم وخت ناوخت ستایي، هغه په تېر نړیوال جام کې هم د ملي لوبډلې د ملاتړ په پار د هرې لوبې لیدلو لپاره میدان ته تللی و او هلته به یې ملي لوبغاړي له نږدې څاره څو مثبته انرژي واخلي.
دغه راز سهېل احمد څه وخت وړاندې یو ځل بیا هم د افغانستان شپږیزې غوره لیګ سیالیو لیدلو لپاره کابل ته راغلی وو نوموړی هغه مهال د امونهنکانو لوبډلې د سفیر په توګه ټاکل شوی وو چې لوبډله یې له نیمه پایلوبې څخه پاتې شوه.
د یادولو ده په دې وروستیو کې سهېل احمد د ډیری افغانانو په زړونو کې ځای نیولی دی هغه په ډیر لږ وخت کې د افغانستان لپاره ډیرې بریاوې ترلاسه کړي دې.
https://avapress.com/vdchk-nzm23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته