دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 196040
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي فرهنګي او زدکړې سازمان(یونیسکو) د اجرائیه بورډ غړېتوب ترلاسه کړ

د یونسکو سازمان په څلوېښتمه عمومي ناسته کې چې د ۲۰۱۹ د نوامبر ۱۲ مه نېټه د د ې سازمان په ناستیځي، د فرانسی په پاریس ښار کې،  دایره شوې ده، د سازمان غړو هېوادونو، د یوې څلورکلنې دورې لپاره د اجرايي بورډ نوي غړي وټاکل چې د ا. ا. ج. هم د دې بنسټ د کرسۍ د یوه نوماند په توګه، د یونسکو او آیسیسکو په سازمانونو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د دایمی نمایندګۍ د رغنده مذاکراتو او اغیزمنو هلوځلو له امله د سیالۍ په بهیر کې، د یونسکو سازمان په اجرائیه بورډ کې د غړېتوب کرسۍ په ترلاسه کولو بریالی شو.
اجرائیه بورډ د عمومي کنفرانس او دارالانشاء ترڅنګ، د یونسکو له دریو رکنونو یو مهم رکن دی.
دغه بریا د ملګرو ملتونو له مهمو سازمانونو په یو سازمان کې د تصمیم نېولو په سطحه کې د افغانستان د ملي وجهی ځواکمنولو او د رول لوړولو په لاره کې یوه مهمه لاسته راوړنه ده.
په فرانسه کې د ا. ا. ج. سفارت، په یونسکو او ایسیسکو سازمانونو کې د هېواد دایمی نمایندګي، د افغانستان اسلامي جمهوریت مشرتابه او د هېواد ډېپلوماسۍ دستګاه ته د  یونسکو سازمان په اجرائیه بورډ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د غړېتوب مبارکي وايي او په فرانسې او په یونسکو او آیسیسکو سازمانونو کې د هېواد د ګټو د سنبالولو لپاره د خپل اغیزمن کار د دوام په تړاو ډاډ ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcfjvdyxw6d1xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته