دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 196008
ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړې له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د دوو لویو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوږیاڼي ویلي نن پنجشنبه سهار شاوخوا شپږ بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند بډا کڅ سیمه کې د انور او ورېښمین کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له امله شخړه شوې چې امله یې دواړو لورو څخه ۹ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
 
د والي ویاند ویلي په وژل شویو کسانو کې پنخه تنه د انور او څلور نور د ورېښمین کورنۍ پورې تړاو لري.
افغانستان کې د کورنیو تاوتریخوالو او شخصي دښمنیو له امله ډيری وخت د ورته پيښو رپوټونه خپریږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjymevouqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته