پوسټ کوډ 192412
نیټه خپرول: شنبه 25 لړم 139814:55
- 0 څرګندونه
- چاپ
"د داعش ډلې د تسلیم شویو جنګیالیو شمېر ۶۱۵ تنو ته ورسېد"

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې په ننګرهار کې د ترهګرو په وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو له زیاتېدو سره، تېره شپه ۱۸ داعش جنګیالي له ۲۴ ښځو او ۳۱ ماشومانو او ۱۵ میله کلاشینکوف سره په اچین ولسوالۍ کې ملي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په ننګرهار کې تراوسه ۶۱۵ داعش جنګیالي د کورنیو له غړو سره ملي پوځ ته تسلیم شوي دي چې دا بهیر له دوه اوونیو راهیسې دوام لري.