په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې په ننګرهار کې د ترهګرو په وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو له زیاتېدو سره، تېره شپه ۱۸ داعش جنګیالي له ۲۴ ښځو او ۳۱ ماشومانو او ۱۵ میله کلاشینکوف سره په اچین ولسوالۍ کې ملي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په ننګرهار کې تراوسه ۶۱۵ داعش جنګیالي د کورنیو له غړو سره ملي پوځ ته تسلیم شوي دي چې دا بهیر له دوه اوونیو راهیسې دوام لري.