کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صهیونیستی رژیم بریدونو قربانیان په غزه کې ۲۳ تنو ته ورسیده

22 عقرب 1398 ساعت 22:52

د صهیونیستی رژیم ځواکونو هوایی بریدونو قربانیانو شمیر غزه نوار شمالی او مرکزی سیمو باندی ۲۳ تنه ورسیده.



 
د فلسطین روغتیا وزارت غزه نوار کې د یو بیانیه خپرولو سره ویلی دی چی د صهیونیستی رژیم هوایی بریدونو له امله تیره ورځ ۲۳ تنه د ۳ کوچنیانو په ګډون خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ددی بیانیه په اساس ۷۱ نور فلسطینیان د ۱۳ ښځو او ۳۰ کوچنیانو په ګډون ټپیان شوی دی.
اسرائیل جنګیدونکی بریدونه غزه باندی تیره ورځ د بها ابوالعطا د ترورو په لړ کې شروع شوی دی او پراخ توګه ادامه لری.
قدس ګردانونه؛ فلسطین اسلامی جهاد غورځنګ نظامی شاخه، د ابوالعطا د ترور وروسته د اسرائیل ډيری سیمی بالخصوص تل آویو راکتونو لاندی نیولی دی.
د اسرائیل جنګ وزارت هم ددی هیواد په ځینو سیمو کې فوق العاده وضعیت اعلان کړی دی.
 


د مطلب کود: 195565

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195565/د-صهیونیستی-رژیم-بریدونو-قربانیان-په-غزه-کې-۲۳-تنو-ته-ورسیده

آوا
  https://www.avapress.com