دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 195526
په بلخ او تخار کې د ټاکنو کمیسیون ولایتی دفترونو دروازی وتړل شوی
په بلخ او تخار کې د ثبات او همپالنې ټيم پلویان نن چهارشنبه(۲۲ عقرب) د ټاکنو کمیسیون په وړاندی د تحصن خیمه په درولو سره د رایو بیاشمېر مخه ونیوله.

 
د دوو ورځو راهیسی ټاکنو خپلواک کمیسیون په بیلابیلو ولایتونو کې د رایو بیاشمېرلو قصد لری چی د ټاکنیز ټیمونو بالخصوص ثبات او همپالنې ټیم سخت مخالفت سره مخ شو.
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-بلخ: ثبات او همپالنې ټیم پلویان دوشنبه په ورځ په بلخ کې د رایو بیاشمېرنې پروسی شروع سره همزمانه، خپل مخالفت ددی پروسی سره اعلان او نن هم د ټاکنو کمیسیون دروازه په بلخ کې وتړل او کمیسیون کارکوونکو ته اجازه ورنه کړ ترڅو کمیسیون ته ورشی.
د معترضینو په وینا ترڅو چی د رایو بیاشمېر څخه لاس ونه اخلی، هغوی په هیڅ ډول سره کمیسیون غړو ته اجازه نه ورکوی چی دا اداره ته ننوځی.
له بل لوری هم ثبات او همپالنې ټیم په تالقان تخار مرکز کې د ټاکنو کمیسیون ګدام په وړاندی د تحصن خیمه درولي او د رایو بیاشمېرنې مخه یی نیولی دی.
هغوی ټینګار کوی چی د رایو تفتیش د قانون خلاف دی او کمیسیون هرڅه ژیر لومړنۍ نتایج اعلان کړی.
دا په داسی حال کې دی چی ثبات او همپالنې ټیم سرپل، غور، دایکندی او سمنګان ولایتونو کې هم د رایو بیاشمېر مخه نیولی دی.
 
https://avapress.com/vdcdxk0f9yt0nk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته