دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 195431
د افغانستان دنیواک ترختمیدا پورې به جنګ ته دوام ورکړو
د طالبانو ډلې دغه ویندوی زیاته کړې،د افغانستان ولس هیڅکله هم پخپلې خاورې کې د بهرنی یوه هیواد شتون هم نه دی زغملی او دهغوی په ضد جهاد کوی او د خپل دښمن په ضد به د نیواک تر پای پورې خپلو مبارزو ته دوام ورکړی .
 د طالبانو ډلې یوه ویندوی  ذبیح ا.. ‎.مجاهد  پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ترراتلونکو څو کلونو پورې په افغانستان کې  د امریکائی پوځیانو د شتون د دوام په باب ددغه  هیواد دپوځ د لوی  درستیز  دڅرګندونو په غبرګون کې  وئیلی دی ،امریکا  د تیرو اتلسو کلونو  کې د افغانستان د  نیواک په دوام سره ناکامه شوې  او هیڅ ګټه به ونه کړی .
 هغه  د امریکائی پوځ د  شتون د دوام لپاره د امریکا دپوځ د لوی درستیز  جنرال مارک میلی  څرګندونې د واشنګټن د کمزورتیا،لالهاندۍ او د ضد ونقیض دریځ ښودونکی وبللې .
 د طالبانو ډلې دغه ویندوی  زیاته کړې ، د افغانستان  ولس  هیڅکله هم پخپلې خاورې کې د  بهرنی یوه هیواد  شتون  هم  نه دی زغملی  او دهغوی په ضد  جهاد کوی  او  دخپل دښمن په ضد به  د نیواک تر پای پورې  خپلو مبارزو ته  دوام ورکړی .
 د امریکا د پوځ لوی درستیز  جنرل مارک میلی   په همداوروستیو کې  وئیلی دی  په افغانستان کې  به د سولې او امنیت تر ټینګیدو پورې  تر راتلونکو څو کلونو پورې  خپل پوځی شتون ته دوام  ورکړی .
https://avapress.com/vdcipwazzt1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته