دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 195428
دافغانستان دبرېښناشرکت رئيس:کندهار به ډېر ژر دقوي برېښنا څخه برخمن سي
انجنير امان الله غايب چي د خپل ملګري پلاوي په ملتيا کندهار ته سفر کړی ددوشنبې په ورځ يې په يوه پراخه ولسي غونډه کي د کندهار، هلمند، زابل او روزګان له خلکو او مشرانو سره وليدل.
په دغه ليدنه کي د کندهار ولايت مقام دواړو مرستيالانو، د ولايتي شورا رئيس او غړو، د دولتي ادارو رئيسانو، د ولسواليو ولسوالانو، د هلمند د والي مرستيال او د جنوبي حوزې د برېښنا مسؤلينو برخه اخيستې وه.
په غونډه کي لومړی مرستيال والي عبدالحنان منيب خبري وکړې او د کندهار د سولري ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا اړوند يې يادونه وکړه، چي د دغه پروژې لپاره يې مځکه هم مشخصه کړې، خو پروژه نوره ځنډېدلې او تر اوسه يې بيا درک نه دئ معلوم سوی.
ښاغلي منيب وويل، د کندهار د برېښنا د لوړي تعرفې د راټيټېدو غوښتنه هم وکړه او ټينګار يې وکړ، چي د وارداتي برېښنا چاري دي ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
دغه راز د کندهار د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال او د شورا غړي نعمت الله خان شېردلي هم خبري وکړې او د برېښنا د لوړي تعرفې د ټيټ والي غوښتنه يې وکړه.
ښاغلي خاکرېزوال وويل، د کندهار غريب او بې کاره خلک نسي کولای چي نور د برېښنا لوړ بيلونه تحويل کړي، د ده په خبره حکومت بايد له ولس سره مرسته وکړي او اسانتياوي ورته رامنځ ته کړي.
د کندهار د برېښنا رئيس امان الله ايوب فاروقي يادونه وکړه، چي د وارداتي برېښنا پاته ۳۰ سلنه چاري به ډېر ژر پای ته ورسېږي او کندهار به د قوي برېښنا څخه برخمن سي.
نوموړي وويل، د برېښنا په برخه کي په ښار او ولسواليو کي ۹۰ سلنه ستونزي حل سوي او اوسنۍ د برق جټکې په کجکي کي د اوبو د کمښت له امله منځ ته راځي او د دهلې د بند د سروې يادونه يې هم وکړه، چي په خبره يې چاري يې مخ ته وړل سوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خوني رئيس نصرالله زهير له حکومته ګيله ښوده، چي د برېښنا د نه شتون له امله پانګوال دلته کندهار کي سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي، ځکه برېښنا ټکنۍ ده او د صنعت کارانو لپاره بسنه نه کوي.
نوموړي يادونه وکړه، چي د هيواد او خلکو د اقتصادي پياوړتيا په موخه دي حکومت د برېښنا اړوند خپل کارونه چټک کړي، د اوبو بندونه دي وتړي او برېښنا دي پرېمانه کړي.
د هلمند د والي مرستيال مجاهدالله صفاري او د ولايتي شورا رئيس عطاالله افغان وويل، په هلمند کي مدني فعالانو د څو ورځو راهيسي د برېښنا د لوړي تعرفي اړوند خېمه وهلې او په دغه ولايت کي يې تېره ورځ بازار او ادارې تړلي وې.
نوموړو له مرکزي حکومته د هلمند د برېښنا د بيل د ټيټېدو غوښتنه وکړه.
د روزګان او زابل ولايتونو په استازيتوب هم خبري وسوې، ويناوالو د برېښنا شرکت له عمومي مسؤله په دغه ولايتونو کي د منظمي او دايمي برېښنا غوښتنه وکړه، څو خلک يې د ژوند چاري ورباندي مخ ته يوسي.
وروسته د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رئيس انجنير امان الله غايب خبري وکړې او د برېښنا شرکت لاسته راوړني، پيشنهادونه او پرمختګونه يې له خلکو سره شريک کړل.
نوموړي د کندهار د صنعتکارانو د وارداتي برېښنا د ژر جوړېدو په جواب کي وويل، چي د دغه برېښنا ۷۰ سلنه چاري پای ته رسېدلي دي او د سرطان په مياشت کي به برېښنا په فعاليت پيل وکړي.
ښاغلي غايب د برېښنا د لوړو بيلونو ستونزه يوه عمومي ستونزه ياده کړه او يادونه يې وکړه چي د يادي ستونزي د حل په موخه مرکزي حکومت کار کوي او هڅه کوي، چي ټول بيلونه راټيټ کړي.

ده په خپلو خبرو کي وويل، چي د افغانستان د برېښنا شرکت په کندهار کي ۷۴۰ ميليونه او په هلمند کي ۱۸۸ ميليونه افغانۍ پوروړي لري، چي نوموړي له خلکو او اړوند ادارو څخه غوښتنه وکړه چي يادي مبلغ پيسې دي تحيول کړي څو د برېښنا شرکت ورباندي خپلي راتلونکي چاري مخ ته يوسي.
هېره دي نه وي، چي په غونډه کي وروسته د عامو خلکو له لوري خپلي غوښتني او پيشنهادونه د افغانستان د برېښنا شرکت له عمومي رئيس سره شريک کړل سوه او د نوموړي له لوري ورته جوابونه او د ستونزو د ژر حل ډاډ ورکړل سو.
https://avapress.com/vdcewn8zvjh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته