دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 195217
دفاع وزارت: د پکتیا د دريو قاضیانو قاتل په لوګر کې وژل شوی
د افغانستان د دفاع وزارت وایي، د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې یې پرون ماښام ۶ بجې، د یوه هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم قوماندان ویس الدین په ګډون ۴ وسله وال طالبان وژلي دي.

 ویس الدین هغه کس وو چې درې ورځې مخکې یې د پکتیا ولایت درې تنه قاضیان په لوګر کې وژلي وو.

 دغه قاضیان چې له پکتیا څخه کابل ته تلل، د لارې په اوږدو کې په لوګر ولایت کې د ویس الدین له لوري وژل شوی.
https://avapress.com/vdca6mn6049nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته