دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۵
د مطلب کود : 195186
د ناتو عمومی مدیر: په افغانستان کې پاتیږو
د ناتو عمومی مدیر آلمان ته په خپل سفر کې وویل، ترڅو چی طالبان د تاوتریخوالی څخه لاس ونه اخلی ناتو به افغانستان کې پاته شی. همزمان د آلمان لومړۍ وزیره وایی چی برلین آماده دی ترڅو د نړۍ مشکلاتو حل لکه افغانستان کې جاری منازعه حل لپاره فعاله نقش ولری.

د ناتو عمومی مدیر چی آلمان ته د برلین دیوال له منځه تللو ۳۰ کلیزی مراسمو کې ګډون لپاره تللی وو وایی چی طالبان نظامی لاری نه نه شی کولای افغانستان امنیتی ځواکونو ته ماته ورکړی.
استولتنبرګ وویل: افغانستان کې ډير مشکلات شتون لری خو پرمختګونه هم د ستایلو وړ دی، اوس افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه هغه دنده چی د سل زرو څخه ډیر خارجی نظامی ځواکونه تیرو کلونو کې مخته وړله، په غاړه لری، دا د طالبانو لپاره زموږ واضح پیغام دی چی دا ډله جګړو ډګرونو کې بریالی کیدلای نه شی، نو د همدی لپاره باید مذاکره ته حاضر شی او جګړه د یو سیاسی توافق له لاری پای ته ورسوی.
همزمان د ناتو عمومی مدیر یوځل بیا افغانستان امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ باندی ټینګار وکړ او زیاته کړه: افغانستان کې د ترهګرۍ سره مبارزی لپاره ترټولو ښه لار د افغانستان امنیتی ځواکونو ته زده کړه ورکول او ملاتړ دی.
ناتو غړۍ هیوادونه ددی ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوی.
 
https://avapress.com/vdcfctdyvw6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته