دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 195030
سیګار: افغان حکومت له فساد سره مبارزه کې پرمختګ کړی
د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار اداره (SIGAR)وايي، چې افغان حکومت د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ستراتیژۍ معیارونو پوره کولو کې پرمختګونه کړي دي، خو لا هم په دې برخه کې جدي ننګونې په خپل ځای پاتې دي.

سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغان حکومت له فساد سره په مبارزه کې د پرمختګونو سربیره، په دې برخه کې د پام وړ ننګونو سره مخامخ دی او د فساد ضد مهمې دولتي ادارې اوس هم د سرچینو کموالی تجربه کوي.
 
د سیګار په راپور کې راغلي: "افغان حکومت د ۲۰۱۹ کال تر جون میاشتې پورې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ۷۶ معیارونو له جملې ۵۷ پوره کړي، خو د پاتې معیارونو د پوره کولو په تړاو اندېښنې شته دي او د پام وړ نتایجو د ترلاسه کولو لپاره دوامداره اقداماتو ته اړتیا ده".
سیګار ویلي، سره له دې چې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې د معیارونو د پوره کولو په برخه کې پرمختګونه کړي دي، خو لا هم په دې برخه کې د مبارزې په وړاندې جدي ننګونې په خپل ځای پاتې دي.
د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې د راپور په اساس د افغان دولت د فساد ضد مهمې ادارې د سرچینو له کموالي سره مخامخ دي، خو سیګار څرګنده کړې نه ده چې دا سرچینې کومې دي.
د سرچینو د کموالي سربیره سیګار په اداري فساد کې د ښکیلو ځواکمنو کسانو معافیت او د اداري فساد پر ضد د مبارزې ځانګړې محکمې د فعالیتونو کمېدل د نورو جدي ننګونو په توګه یادې کړې دي.
سیګار ویلي، که څه هم افغان حکومت له فساد سره د مبارزې زیات معیارونه پوره کړي، خو دا تضمین نشته چې پیل شوي اصلاحات به له قوي سیاسي ارادې پرته دوام وکړي.
https://avapress.com/vdcdsk0fzyt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته