دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 194995
شنبه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده
د کار او ټولنیزو چارو وزارت راتلونکې شنبه د عقرب ۱۸مه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.
د یاد وزارت لخوا نن په یوه خپره شوې اطلاعیه کې راغلي چې راتلونکې شنبه د عقرب اتلسمه د ربیع الاول د میاشتې له ۱۲مې نېټې یا له میلاد النبي (ص) سره سمون خوري چې له همدې کبله به دغې ورځې ته په درناوي ټول هېواد کې رسمي رخصتي وي.
د اسلام د ستر پیغمبر د زیږیدو ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت او عامو خلکو لخوا لمانځل کیږي، د آنحضرت د زیږید له امله خوشحالي کوي، صدقې ورکوي، خیراتونه ورکوي، په جوماتونو او اسلامی مرکزونو کې غونډې جوړوي، مجلسونه جوړي او د الله د رسول محمد (ص) د هر اړخیز ستر شخصیت په اړه خبرې کوي، مقالې لولي، بحثونه کوي او د هغه ستر پیغمبر سیرت بیانوي.
https://avapress.com/vdcco0qsp2bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته