دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۳
د مطلب کود : 194845
تیرو ۱۴ کلونو کې یو میلیون افغانان معلول او معیوب شوي
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان کې له ۲۰۰۵ کال راهیسې نږدې یو میلیون افغانان معلول او معیوب شوي دي.

دغه شمیر هیوادوال د جګړو له امله د خپل بدن یوه برخه له لاسه ورکړې ده.
عامې روغتیا وزارت وایي په پام کې لري چې د اروپایي ټولنې او سویډن کمیټې په مرسته، د کابل وزیر اکبرخان روغتون کې دغو کسانو ته د ارتوپیدۍ برخه یو ځل بیا له نړیوالو معیارونو سره سم فعاله کړي، تر څو معلولیت لرونکي کسان وکولی شي په وړتیا توګه خدمات ترلاسه کړي.
دا مرکز د امکاناتو نشتوالی له امله تړل شوی و او اوس د اروپایي ټولنې او سویډن کمیټې یو میلیون ډالرو په مرسته بیا خپل فعالیت پيلوي.
د سویډن کمیټې مشر، سوني مانسون نن سه شنبې کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل: "موږ د دغه مرکز بیا پيلیدو ته خوشحاله یو، زموږ هیله داده چې وکولی شو دغه مرکز کې معلولیت لرونکو کسانو سره همکاري وکړو ترڅو لږ تر لږه مصنوعي غړي ترلاسه کړي."
د اروپایي تولنې استازي، مارک سټیلا هم دغو مراسمو کې د خبرو پرمهال وویل: "اروپایي ټولنه له ۲۰۰۸کال راهیسې د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره همکاره ده او موږ د دغه مرکز خلاصولو لپاره خپلې ټولې هڅې کړي دي. ډاډ ورکوو چې دغه مرکز کې ټول کار کوونکي به متخصصین وي."
عامې روغتیا وزارت وایي د بهرنیو بنسټونو په مرسته یې په ۱۶ ولایتونو کې معلولو او معیوبو کسانو لپاره د ارتوپیدۍ ۲۲ مرکزونه جوړ کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcgtt9qnak9y74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته