دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 194685
ایران: د سولې په هغه غونډه کې ګډون کوو چې د افغانانو استازي په کې شتون ولري
د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له افغان سفیر غفور لېوال سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، په دې وروستیو کې روسیې وړاندیز ورته کړی چې د افغانستان د سولې په اړه له جوړېدونکو غونډو سره یو ځای شي.
د ایراني چارواکو په وینا دوی یوازې په هغه غونډه کې ګډون کوي چې د افغان حکومت رسمي استازي پکې موجود وي.
ایران له افغان سولې ملاتړ څرګند کړی دی، خو وایي له هغې سولې ملاتړ کوي چې افغان حکومت پکې حاضر وي، د افغانانو په مالکیت وي او په دغه هېواد کې روانې جګړې پای ته ورسوي.
ایران داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي، چې روسیې له څلور اړخیز بهیر سره ددغه هېواد د یو ځای کېدو غوښتنه کړې وه.
https://avapress.com/vdciv5azwt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته