د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر او قوتونو د قومندانانو سره په ګډه د سوریې سره په پولو په صفري نقطه کې د میشتو وسله والو ځواکونو نه لیدنه وکړه.
د دفاع وزیر د صفري نقطې نه د سوریې د تل ابیض په سیمه کې په میشتو ترکي ځواکونو د مخابرې له لارې غږ وکړ چې دلته هیڅشی پایته ندي رسیدلي ، هره شیبه هر څه رامنځته کیدای شي، تاسې باید هر ډول پوره چمتوالی ولرۍ .
د دفاع وزیر اکار تیره شپه د سوریې سره په صفري نقطه کې تیره کړه او دلته د میشتو وسله والو ځواکونو د قومندانانو سره يي خبرې وکړې.
هغه له دې ځایه د سوریې د تل ابیض په سیمه کې د مشتو وسله والو ځواکونو سره د مخابرې له لارې خبرې وکړې او پر هغوی يي هره شیبه هر څه ته د پوره چمتوالي د نیولو امر وکړ.
هغه وویل چې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د ترکیې په مبارزې سترګې پټول او دا مبارزه نادیده نیول په اصل کې ړوندتوب، جهالت او کینه ده.