کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مجلس نمایندګان:

پاکستان راکتی بریدونه کنر باندی د ملی حاکمیت شکاره نقض دی

6 عقرب 1398 ساعت 20:28

مجلس نمایندګان، پاکستان راکت غورځونې کنر ولایت مرزی سیمو باندی د ملی حاکمیت شکاره نقض او افغانستان چارو کې مداخله او خلګو سره یی دشمنی وبلل.



د آوا په ګزارش سره – کابل: نمایندګانو مجلس عمومی ناسته کې ټینګار کړي چی افغانستان دولت او غربی هیوادونه بالخصوص امریکا هر څه ژیر پاکستان نظامیانو راکت غورځونو په وړاندی اقدام وکړی.
د مجلس نمایندګانو په باور، د هیواد ارضی تمامیت او مظلوم خلګو څخه دفاع د دولت او بین المللی ملاتړ کوونکو مسئولیت دی او هغوی مکلف دی ترڅو راکتونو مخه ونیسی.
میر رحمان رحمانی؛ د نمایندګانو مجلس رئیس عمومی ناسته کې نن وویل: هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونه باید دا بریدونو په وړاندی قاطع تمصیم ونیسی.
هغه وویل: پاکستان راکت غورځونې چی څو اخیرو کلونو کې شدت پیدا کړي په هیڅ وجه د قبول وړ نه دی.
مجلس د یو اعلامیه په خپرولو سره ټینګار وکړ: دولت باید د بین المللی لاری نه عمل وکړی او پآکستان دولت څخه خلګو تلفاتو له امله جنګی غرامت وغواړی.
مجلس غړۍ په داسی حال کې دا اظهارات کوی چی پاکستانیان د څو ورځو راهیسی هیواد ختیځ سیمی تر راکتی بریدونو لاندی نیولي او د ۵۰۰ څخه ډير راکتونه هیواد لوری ته غورځول شوی دی.
 


د مطلب کود: 194185

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/194185/پاکستان-راکتی-بریدونه-کنر-باندی-د-ملی-حاکمیت-شکاره-نقض-دی

آوا
  https://www.avapress.net