دخپریدو نیټه :جمعه ۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۳:۲۲
د مطلب کود : 193935
په اسراییلو کې نوي حکومت جوړولو دنده د نتنیاهو رقیب ته ورکړل شوه
د ویلو ده چې د اسراییلو ولسمشر دا دنده لومړی موجود لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته سپارلې وه خو هغه د نوموړي هیواد د اساسي قانون له مخې په ټاکل شوې موده کې د یو ائتلافي حکومت په جوړولو کې پاتې راغی.
د ویلو ده چې  د اسراییلو ولسمشر دا  دنده  لومړی  موجود لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته  سپارلې وه خو هغه  د نوموړي هیواد د اساسي قانون له مخې په ټاکل شوې  موده کې  د یو ائتلافي حکومت په جوړولو کې پاتې راغی.
د اسراییلو ولسمشر ریولن  د سپټمبر د ۱۷ مې په ټاکنو کې د لومړي وزیر نتنیاهو رقیب  ګانتز  په لویدیځ بیت المقدس کې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  حضور ته قبول  او د نوي حکومت د جوړولو په دنده يي مامور کړ.
د اسراییلو د قوانینو له مخې  ګانتز باید  د ۲۸ ورځو په دننه کې  ائتلافي  حکومت  جوړ کړي او که چیرې پدې موده کې  د حکومت  په جوړولو کې پاتې راشي  باید  د ۲۸ ورځو وروسته  دا دنده بیرته  ولسمشر ته اعاده کړي.
سره ددې چې  ګانتز  د ائتلافي حکومت د جوړولو په اړه  په ځان پوره باور لري خو ددې هیواد سیاسي کارپوهان بیا وایي چې دا به هم  د لومړي وزیر نتنیاهو په څیر  پدې کار کې پاتې راشي.
د ګانتز په مشرۍ د شین او سپین اتفاق  او دوه نور کین ګوندونه چې  ددینه ملاتړ کوي  ټولټال  په ولسي جرګه کې ۴۴ څوکۍ  لري . د حکومت  د جوړولو په خاطر لږ تر لږه  ۶۱ رایو ته  اړتیا لیدل کیږي.
ویل کیږي که چیرې ګانټز هم  د نتیاهو په څیر د حکومت د جوړولو په دنده کې ناکام شي  کیدای شي چې له سره  ټاکنې وشي.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو  د ائتلافي حکومت په خاطر د ګانټز د لیدنې  وړاندیز  قبول کړ.
نتنیاهو  د لیکود  او درې نورو ګوندونو په مشرۍ  چې ددینه  ملاتړ اعلان کړی دی دا مذاکرات پر مخ وړي.
د ویلو د ه چې  په اسراییلو کې سږ کال د دویم  ځل لپاره ټولټاکنې وشوې خو هیڅکوم سیاسي ګوند  په یواځې ځان د حکومت د جوړولو په خاطر  ۱۲۰ څوکیو نه ۶۱ څوکۍ  ترلاسه کړي ندي.
https://avapress.com/vdcfmmdytw6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته