د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ملی رفاع ګوند او دولت ساز ټاکنیز تکت سره هملوری ګوندونه د یو خبری په کنفرانس په لړ کې د غیری بایومتریک رایو شمیرلو غوښتونکې شوی دی.
سید محمد حسن جعفری؛ د ملی رفاع ګوند عمومی منشی په دی کنفرانس کې وویل: موږ ټاکنو کمیسیون له لوری نتایجو اعلان ته په صبر پاته کیږو او ددی کمیسیون څخه غواړو چی غیری بایومتریک رایی هم وشمیری. ځکه په بعضی سیمو کې مشکل خپله کمیسیون له لوری وو.
ښاغلی جعفری د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار پوښتنې په ځواب کی چی کوم تضمین شتون لری چی همدا غیری بایومتریک رایی د ۲۰۱۴ ټاکنو په شان تقلبی وی؟ وویل:ټاکنو خپلواک کمیسیون مسئولین په ۲۰۱۴ کال کې خپل اسلامی او ملی رسالت ترسره کړی نه وو او اوس د بندیخانو شاته قرار لری.
د هغه په وینا د کمیسیون مسئولینو سره په خبرو کې هغوی ویلی دی چی ملی ګټو په لړ کې حرکت کوی او د ګوسفندی رایو او قلب مسائلو په لټه نه دی او نتایجو اعلان وروسته که کوم مشکل شتون ولری ټوله کولای شی ټاکنو شکایاتو کمیسیون ته مراجعه وکړی.