دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 192893
بست ساتونکو امو نهنګانو ته ماتې ورکړه ـ شپږیزه کرکټ لیګ
د افغانستان د شپزیزې کرکټ سیالیو په دوام نن جمعه د اکتوبر پر ۱۱مه د «تلې پر۱۹مه» د ګلبدین نائب په مشرۍ د بست ساتونکو او شاه‌پور ځدراڼ په مشرۍ د امو نهنګانو ترمنځ لوبه تر سره شوه.
د افغانستان د شپزیزې کرکټ سیالیو په دوام نن جمعه د اکتوبر پر ۱۱مه د «تلې پر۱۹مه» د ګلبدین نائب په مشرۍ د بست ساتونکو او شاه‌پور ځدراڼ په مشرۍ د امو نهنګانو ترمنځ لوبه تر سره شوه.
پچه بست لوبډلې وګتله او د توپوهنې په پيلولو سره یې په شلو اورنو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالې لوبډلې ته ۱۷۷ منډې هدف وټاکه.
وروسته د امونهنګانو لوبډلې توپوهنه پيل کړه، چې په شلو اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۱ منډې وکړې او د ۱۵ منډو په توپیر یې بست ساتونکو لوبډلې ته لوبه وبایلله.
د بست ساتونکي لوبډلمشر ګلبدین نائب په شلو اورنو کې د ۹۱ منډو په تر سره کېدو او درې ویکټو اخیستلو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه.
تر ګلبدین نائب وروسته، حشمت الله شهيدي هم ۳۳ او دروېش رسولي بیا ۲۷ منډې تر سره کړې.
دا د شپږیزي کرکټ لیګ سیالیو له پيل څخه تر دا مهاله د بست ساتونکو لوبډلې لومړۍ لوبه وه چې وې ګټله.
سپین غر بازانو لوبډلې تر دا مهاله د میس عینک او کابل بازانو په وړاندې دوې لوبې تر سره کړي وې، چې دواړه یې بایللي وې.
د شپزیزې کرکټ لیګ په دوام اتمه لوبه وه چې نن جمعه تر سره شوه، د یادې لوبې تر پایه ته رسېدو وروسته د سپین غر بازانو او میس عینک ترمنځ لوبه پیل شوه.
د لوبې پچه د سپین غر بازانو کپتان شفیق الله شفق وګټله او په شلو اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۷۷ منډې هدف ورکړ.
سپین غر بازانو تر دا مهاله دوې لوبې کړي، چې دواړه یې بایللي دي، خو د میس عینک دوې لوبې کړي او دواړه یې ګټلي دي.
https://avapress.com/vdchwinzx23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته