دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۷
د مطلب کود : 192871
د پولیو وایروس د مخنیوي لپاره په ولایتي کچه غونډه جوړه سوه
د کندهار والي حیات‌الله حیات په مشرۍ په ولایت مقام کي د اړوندو ریاستونو او همکارو موسسو ترمینځ د پولیو ویروس د مخنیوي لپاره غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د پولیو وایروس پر وړاندي د پیلیدونکي کمپاین په اړه معلومات شریک سول.
د کندهار والي حیات‌الله حیات په مشرۍ په ولایت مقام کي د اړوندو ریاستونو او همکارو موسسو ترمینځ د پولیو ویروس د مخنیوي لپاره غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د پولیو وایروس پر وړاندي د پیلیدونکي کمپاین په اړه معلومات شریک سول.
په غونډه کي د عامي روغتیا رئيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وویل، چي راتلوونکو څو ورځو کي به کندهار ښار او ولسوالیو کي د پولیو ویروس له‌ منځه وړلو کمپاین پیل سي، چي څلور ورځي به دوام وکړي.
ښاغلي پخلا یادونه وکړه، چي تیر کمپاین ۸۵ سلنه تطبیق سوی خو ۱۲۶ زره ماشومان له دغه واکسین څخه پاته وو، مګر په خبره یې دا ځل هڅه کوي، چي د تطبیق سلنه لوړه کړي، څو په عمر برابر ټولو ماشومانو ته واکسین ورسېږي.
پخلا زیاته کړه، چي په ښار او ولسوالیو کي یې ۲۱۰۰ مبلغین ګمارلي او همدارنګه یې له قومي مشرانو، علما کرامو، ښځو، ځوانانو او مدني فعالانو سره ناستي کړي، څو دغه کمپاین له کوم ټولنیز او سیاسي مخالفت پرته بشپړ تطبیق سي.
کندهار والي حیات‌الله حیات د یاد اقدام ستاینه وکړه او د روغتیا او اړوندو مؤسسو څخه یې غوښتنه وکړه، چي ناامنه سیمو ته هم کمپاین وغځوي، څو د کندهار ښار او ولسوالیو ټول ماشومان له دغه ویروس څخه په امان کي وي.
ښاغلي حیات د پولیو کمپاین په تطبیق کي د علمای کرامو، مشرانو، ځوانانو، ښځو او مدني فعالانو رول مهم وباله او له هغوی څخه یې همکارۍ وغوښته، څو د پولیو ویروس چي اوس هم د هېواد په جنوب‌ لویدیځه حوزه کي فعال دی په بشپړ ډول له منځه لاړ سي.
کندهار والي د عامي روغتیا او د پولیو په برخه کي همکار لوري ته ډاډ ورکړ، چي هیڅوک د دوی په چارو کي مداخله نسي کولاي او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
https://avapress.com/vdcd5x0ffyt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته