دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۷
د مطلب کود : 192853
د ولسمشریز ټاکنو رایو شمیرلو چټکتیا لپاره دوه آلمانی انجنیران استخدام شول
ټاکنو خپلواک کمیسیون د میزان شپږمې ولسمشریز ټاکنو رایو شمیرلو چټکتیا لپاره دوه آلمانۍ انجنیرانو ټاکل کېدو څخه خبر ورکوی.

عبدالعزیز ابراهیمی؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند وویل چی دا دوه انجنیران د آلمان "درمالوگ" شرکت څخه د ټاکنو کمیسیون تخنیکی کارونو چټکتیا په موخه او رایو شمیر پروسی لپاره کابل ته راغلی دی.
هغه وویل: ځینی مشکلات په سیستم کې شتون درلود او ددی مشکلاتو مخنیوی لپاره دا انجنیران کمیسیون سره همکاری کوی.
مخکې له دی ټاکنو خپلواک کمیسیون دا نهاد مرکزی سرور باندی سایبری برید څخه خبر ورکړی وو، خو وویل چی ددی دستګاه اطلاعاتو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
ابراهیمی زیاته کړه چی یاد کسان د بایومتریک دستګاه څخه مرکزی سرور ته د اطلاعاتو لیږد او ساتنې لپاره کابل ته راغلی دی.
 
https://avapress.com/vdcdkx0fsyt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته