سید روح الله موسوی، ساختمانی انجنیر خپل کور په څو قدمۍ کې د کابل دارالامان په سړک کې د غله وو په لاس په شهادت ورسید.
مسلح غله یو انجنیر د دارالامان په سړک کې ووژل
18 میزان 1398 ساعت 16:38
سید روح الله موسوی، ساختمانی انجنیر خپل کور په څو قدمۍ کې د کابل دارالامان په سړک کې د غله وو په لاس په شهادت ورسید.
د آوا په ګزارش سره، سید روح الله دوشنبه سهار جاری اونۍ کې خپل کور څخه وتلۍ او خپل کار دفتر لوری ته په حرکت وو چی د مسلح غله وو سره مخامخ شوی او مسلح غله هغه په شهادت رسولی دی.
سید روح الله په ۱۳۸۵ کال کې د ۲۰ زره زده کوونکو څخه، د حبیبیه لیسه څخه عمومی اول نمره فارغ شوی وو.
هغه د پوهنتون څخه فراغت وروسته، د ملی موزیم پروژه "احاطه، ساحه سبز و پاركينگ آن" په دارالامان کې په بریالیتوب سره ترسره کړ او وروسته افغان تلی کام ساختمانی برخه کې ارشد انجنیر په حیث وټاکل شو او له همغه طریقه د دولت بورسیه څخه هند ته لاړ.
هغه خپل ماستری استراکچر په برخه کې د هند پوهنتون څخه لاسته راوړ او دری میاشتې کېدل چی ددی پوهنیز سفر څخه کابل ته ګرځيدلی وو.
دوه دری کلن او شپږ میاشتنې کوچنیان د مرحوم سید روح الله موسوی ثمرو څخه پرځای پاته شوه.
د مطلب کود: 192852