د ناټو ملکی استازى نىکولاس کی وایی، د ټاکنو خپلواک کمېسىون د ولسمشرىزو ټاکنو د راىو په شمېر کې د روڼتىا د اصل مراعتولو په برخه کې جدی کار کوی. نوموړی پر خپله ټوېټر پاڼه همدا راز ټىنګار کړى چې د راى په شمېرنه کې باىد له بېړې څخه کار وانخىستل شی. نوموړی وىلی، وړمه ورځ ىې د برېټانىا له سفىرې الىسون بلک سره په ګډه د ټاکنو کمېسىون چارې له نږدې لىدلې دی. بل خوا د برىټانىا سفارت هم په اعلامىه کې وىلی چې نىکولاس کی او مېرمن الىسون د ټاکنو کمېسىون چارې ستاىلې او د کمېسىون له مشرانو سره ىې په خبرو کې ټىنګار کړى چې د روڼتىا اصل تر ډېره مراعات کړی.