دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 192703
اسماعیل خان: حکومت تل د سولې په مخکې خنډونه جوړ کړي
د کابل حکومت د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر او د جمعیت اسلامي مخکښ غړی «تورن اسماعیل خان» وايي، طالبان اوس هم د سولې خبرو ته بشپړ چمتووالی لري؛ خو حکومت تل په دې برخه کې خنډونه زېږولي.
د کابل حکومت د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر او د جمعیت اسلامي مخکښ غړی «تورن اسماعیل خان» وايي، طالبان اوس هم د سولې خبرو ته بشپړ چمتووالی لري؛ خو حکومت تل  په دې برخه کې خنډونه زېږولي.
اریانا نیوز د اسماعیل خان له قوله لیکلي « طالبانو تل د سولې خبرو ته خپل چمتووالی ښودلی؛ خو حکومت همېشه د سولې په پروسه کې خنډونه په لار اچولي، چې د بهرنیو چارو وزارت د سولې پلوي دريځ رد یې ښه بېلګه ده».
نوموړي په حکومت غږ وکړ، چې
د سولې په وړاندې د خنډونو جوړولو په ځای دې د سولې ملاتړ ته را وړاندې شي.
اسماعیل خان وروسته له هغه ارګ د سولې په وړاندې د خنډونو په جوړولو جوړوي، چې ارګ او بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د طالبانو د سفر په تړاو مخالف دريځونه ونیول؛ ارګ د طالبانو سفر وغانده؛ خو بهرنیو چارو وزارت یې هرکلی وکړ او یاد سفر یې د سولې په برخه کې مرستندوی یاد کړ.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په تعقیب ارګ د یاد وزارت د ویاند د لرې کولو امر صادر کړ؛ خو اجرائیه ریاست د ارګ امر بېځایه وباله او د بهرنیو چارو وزارت ویاند ته یې د کار د دوام امر وکړ.
https://avapress.com/vdchvinzx23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته