دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۱۷
د مطلب کود : 192671
بڼوالو د انارو دصادراتو اړوندستونزي د مرستیال والي سره شریکي کړې
د شاوليکوټ، ارغنداب، دامان او ډنډ ولسواليو یوشمیرمشرانو او بڼ والو پاکستان ته د انارو د صادرولو پر مهال د لوړو محصولاتو ستونزي د ولايت مقام له مرستيال عبدالحنان منيب سره د حل په موخه شریکي کړې.
د شاوليکوټ، ارغنداب، دامان او ډنډ ولسواليو یوشمیرمشرانو او بڼ والو پاکستان ته د انارو د صادرولو پر مهال د لوړو محصولاتو ستونزي د ولايت مقام له مرستيال عبدالحنان منيب سره د حل په موخه شریکي کړې.
راغلو مشرانو وويل، چي پاکستان ته د انارو د صادرولو پر مهال له يو شمېر ستونزو سره مخ دي، چي په خبره يې مخکي به پر یوه موټر ۸۲۰۰۰ پاکستانۍ کالداري تعرفه راتله خو اوس ۲۴۲۰۰۰ پاکستانۍ کالدارو ته لوړه سوې، چي د تېر په پرتله درې برابره سوې ده.
دوی د يادي ستونزي د حل په موخه د ولايتي ادارې څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.
د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د سوداګرۍ پر وړاندي خنډونه د اقتصادي زيانونو زېږنده وبلل او راغلو مشرانو ته يې ډاډ ورکړ، چي ستونزه به يې په مرکزي کچه تر اړوندو ادارو رسوي، ترڅو د حل لاره ورته ومومي.
https://avapress.com/vdcbz5b88rhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته