دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 192647
راشد خان لومړني افغان چې نوم یې ګینس نړیوال کتاب کې هم ثبت شو
راشد خان چې د کړکټ په نړۍ کې یو ځلیدلی لوبغاړی دی چې، نوم یې د نړۍ د ريکارډونو ګېنس تر کتاب هم ورسیدو.
 د افغان خبری آژانس د خبر له مخی ،راشد خان شل کلونو ته تر رسېدو مخکې د کړکټ په ډګر کې ۱۷۶ وېکټې د نړۍ په کچه تر لاسه کړې او دغه ريکارډ يې پر خپل نوم کړ.
له دې مخکې دغه مقام د پاکستان له لوبغاړي وقار یونس سره ؤ، چې د راشد خان لخوا مات کړای شو، او نوم يې د ګېنس کتاب کې ولیکل شو.
راشد خان د افغانستان د کړکټ ملي ټیم لوبډلمشر دی، او افغانستان ته یې د نړۍ په کچه ښې لوبې ترسره کړې دي. ټاکل شوې ده راتلونکو دو ورځو کې د کړکټ  شپږیزې لوبې د شپږ ټیمونو تر منځ په کابل کې پیل شي چې، راشد خان به د یو ټیم لوبډلمشر وي.
https://avapress.com/vdceew8zfjh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته