دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 192635
د لوړو زده کړو وزارت په مرسته به د ١٠٠٠ ښوونکو ظرفيت لوړ شي
د پوهنې وزارت سرپرست وايي سږکال به د لوړو زده کړو وزارت په مرسته د ١٠٠٠ تنو ښوونکو ظرفيتونه لوړ شي.
د پوهنې وزارت سرپرست وايي سږکال به د لوړو زده کړو وزارت په مرسته د ١٠٠٠ تنو ښوونکو ظرفيتونه لوړ شي.
محمد ميرويس بلخي نن په کابل کې د ښوونکي ورځې په مناسبت په غازي عالي لېسه کې د وينا پر مهال دا خبره وکړه.
ښاغلي بلخي وويل، د ښوونکو د معاشونو لوړولو او کورونو ورکولو پر طرحه کار روان دى.
دی وایي: د استوګنې د سرپناه طرحه مو داسې جوړه کړې چې په اوږد مهال کې د قسطونو په ډول وکړاى شو د سپينې نومرې پر ځاى د يوه ابتدايي کور کيلي خپلو ښوونکو ته وسپارو، طرحه بشپړه شوې او د خپلې بودجې په مرسته به دا پروګرام پيل کړو.
د ښوونکي ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې افغان ښوونکي وايي، زياتې ستونزې لري.
وى د معاشونو له کموالي او د سرپناه له نشتوالي شکايتونه لري.
د پوهنې وزارت وايي، په افغانستان کې دوه لکه او ٢٩ ښوونکي تدريس کوي چې ٨١ زره يې ښځينه دي.
https://avapress.com/vdcbf5b8srhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته