دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 192634
کندهارپوهنتون کي د انلاين کورسونوسټيډيوګټي اخيستني ته وسپارل سوه
د لوړو زده کړو وزارت لخوا په کندهار پوهنتون کي د انلاين کورسونو د ثبت سټيډيو جوړه او د شنبې په ورځ د پټۍ په پريکولو سره پرانستل سول. د يادي سټيډيو د پرانستلو په مراسيمو کي د کندهار پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثيق، علمي مرستيال پوهنمل انجينر شيرشاه رشاد، مالي او اداري مرستيال حاجي آغا محمد روحمل د پوهنتون د پوهنځيو رئيسانو او استادانو پکښي برخه اخيستې وه.
د لوړو زده کړو وزارت لخوا په کندهار پوهنتون کي د انلاين کورسونو د ثبت سټيډيو جوړه او د شنبې په ورځ د پټۍ په پريکولو سره پرانستل سول.
د يادي سټيډيو د پرانستلو په مراسيمو کي د کندهار پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثيق، علمي مرستيال پوهنمل انجينر شيرشاه رشاد، مالي او اداري مرستيال حاجي آغا محمد روحمل د پوهنتون د پوهنځيو رئيسانو او استادانو پکښي برخه اخيستې وه.
د يادي سټيډيو د پرانستني پر مهال د کندهار پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثيق وویل  د خوښۍ ځاى دئ، چي نن ورځ د کندهار  پوهنتون په داخل کي د يوې مجهزي سټيډيو په پرانيستلو سره داسي يو پروګرام پيلوو، چي ګټه به ئې يوازي کندهار پوهنتون ته نه بلکي د هيواد نورو پوهنتونونو محصلانو ته هم ورسيږي.
پوهاند وثيق زياته کړل، چي په دغه سټيډيو کي به استادان لکچرونه
په ويډيويي ډول ثتب وي او وروسته به ئې د انټرنيټ له لاري نشروي ترڅو د هيواد په داخل او خارج کي محصلان ورڅخه استفاده وکړي.
د کندهار پوهنتون د رئيس په وينا، چي د انلاين کورسونو په مرسته به د کندهار پوهنتون استادان خپلي تجربې د نورو پوهنتونونو د استادانو او محصلانو سره شريکوي.

دغه راز د کندهار پوهنتون د رسنيو مرکز آمر نورعلي صديقي هم وويل چي د دغه سټيډيو قراداد افغان لنډ مارک شرکت د لوړو زده کړو وزارت څخه تر لاسه کړی و.
د هغه په خبره پر دغه سټيډيو باندي شاوخوا يو ميلون افغانی لګښت راغلی، چي ټول مصارف ئې د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورکول سوي دي.
د صديقي په وينا چي په دغه سټيډيو کي د کندهار پوهنتون استادان کولای سي خپل لکچرونه په ويډيو ډول ثبت او بيائې د انټرنيت له لاري نشر کړي ترڅو نور محصلان هم وکولای سي په انلاين ډول باندي استفاده ورڅخه وکړي.
هيره دي نه وي، چي کندهار تر ننګرهار وروسته په ټول هيواد کي دوهم پوهنتون دی، چي دغه پروګرام په کښي په فعاليت پيل کوي.
https://avapress.com/vdcaeun6y49noi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته