په میدان وردک کې په ملکي استوګنځای د هاوان مرمۍ لګیدلې

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند  نصرت رحیمي خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د میدان وردک ولایت د نرخ  په ولسوالۍ کې  د طالبانو لخوا راتوغول شوې  د هاوان مرمۍ  په یو کور لګیدلې چې په پایله کې  ۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې یو تن ټپي شوی دی.
طالبانو بیا  د نوموړي برید په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه