دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 192578
په میدان وردک کې په ملکي استوګنځای د هاوان مرمۍ لګیدلې
د افغانستان میدان وردک په ولایت کې د طالبانو لخوا توغول شوې د هاوان مرمۍ په یو کور لګیدلې ده .
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند  نصرت رحیمي خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د میدان وردک ولایت د نرخ  په ولسوالۍ
کې  د طالبانو لخوا راتوغول شوې  د هاوان مرمۍ  په یو کور لګیدلې چې په پایله کې  ۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې یو تن ټپي شوی دی.
طالبانو بیا  د نوموړي برید په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.
https://avapress.com/vdchqinz623nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته