د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالکریم یورش، د فاریاب پولیس قوماندانی ویاند ددی پيښی په تایید سره افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وایی: طالبان خلګو کورونو باندی بریدونه ترسره کړی او ځینو کورنیو ته هم اور ورپوری کړی دی.
د هغه په وینا، هغوی ادعا لری چی دا کار د دولتی نظامیانو له لوری ترسره شوی دی.
د یورش په وینا، طالبان د ۶ میاشتو راهیسی ملکی وګړو کورونو باندی بریدونه ترسره کړی چی په تازه پيښو خلګو مسکونی کورونو ته اور اچول شوی دی.
هغه وویل چی طالبان په دی خبری سره چی دا کار د دولتی نظامیانو له لوری ترسره شوی، غواړی امنیتی ځواکونو هوایی بریدونه ناکام شکاره کړی.
په همدی حال کې حنیف رضایی، د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ددی پيښی په تایید سره افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: هغه کورونه چی طالبانو له لوری په اور پوری شوي، ملکی وګړو کورونه دی او تراوسه نه دی مشخص شوی چی مردمی خیزش ځواکونه په دی سیمه کې حضور درلود که نه.