دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 192520
د دولس امريکايانو قاتل «افغان عسکر» جسد خپلې کورنۍ ته وسپارل شو «انځورونه»
د دولس امريکايانو قاتل «افغان عسکر» جسد خپلې کورنۍ ته وسپارل شو «انځورونه»
لس ورځې وړاندې ( دتلې په لومړۍ نېټه) د کندهار په هوايي ډګر کې د صفی الله په نامه يو تن افغان نفوذي عسکر په امريکايانو برید وکړ او ۱۲ امريکايي عسکر يې ووژل چې په ځوابي ډزو کې صفی الله هم ووژل شو چې جسد يې نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
صفی الله چې د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ د غازي اباد د کلي اوسېدونکی وو، لس ورځې يې امريکايانو
جسد له ځان سره ايسار کړی و او نن ماښام يې د هغه کورنۍ ته وسپاره.
د نوموړي د جسد هر کلي ته د لغمان ګڼ شمير خلک او د صفی الله خپلوان لويو لارو ته راوتلي او د هغه جسد يې د تکبير په نارو، بدرګه کړ.
د نوموړي جنازه سبا د پنجشنبې په ورځ لس بجې د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ غازي اباد کلي کې اداء کيږي.
د يادونې وړ ده چې د دولتي عسکرو له ليکو وخت ناوخت ځينې افغان عسکر په بهرنيو ځواکونو د خپل ټوپک شپېلۍ ور اړوي چې د عسکرو دا اقدام په پراخه کچه د افغانانو له لوري ستايل کيږي.
https://avapress.com/vdceww8z7jh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته