د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني ویلي چې د ټاکنو په ورځ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیت په اړه هېڅ شکایت نه دی ثبت شوی.
ولسمشر غني پرون د اکټوبر په ۲مه ماښام په ارګ کې په غونډه کې له امنیتي ځواکونو او هغو والیانو مننه
کړې چې په انتخاباتو کې یې لاسوهنه نه ده کړې.
ټاکنې د سپټمبر په ۲۸مه یا د میزان په شپږمه وشوې.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاره ۷۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځانګړي ډول په دندو ګمارل شوي وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې وسله والو طالبانو د ټاکنو په ورځ لږترلږه ۶۸ حملې وکړې چې پنځه ملکي وګړي او ۲ پولیس په کې ووژل شول.