دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 192514
ملګري ملتونه وايي، ۶ لکه افغان ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي
ملګري ملتونه وايي، ۶ لکه افغان ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي په افغانستان کې ۲ میلیونه ماشومان خوارځواکه دي، خو شپږ لکه ماشومان له دې ناروغۍ څخه په شدید ډول رنځېږي.
یونیسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې ۲ میلیونه ماشومان خوارځواکه دي، خو شپږ لکه ماشومان له دې ناروغۍ څخه په شدید ډول رنځېږي.
یونیسف دغه راز ویلي، چې له یادو ماشومانو سره د
مرستو لپاره ۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، د ۲۰۱۹ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۱۶ پېښې شوې دي.
اوچا زیاته کړې ډېر ژر به په افغانستان کې د پولیو واکسینو کمپاین پیل او په لویدیځ، مرکز، سویل او ختیځو ولایتونو کې به ماشومانو ته د پولیو واکسین ورسول شي.
https://avapress.com/vdchzinzk23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته