دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 192364
ايا نوماندان به د ټاکنو پایلې ومني؟
ولسمشريزې ټاکنې؛ ايا نوماندان به د ټاکنو پایلې ومني؟
افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د رايو شمېرل پيل شوي، خو څارونکي اندېښنه لري، چې کېدای شي د پایلو په راوتلو په هېواد کې تاوترخوالی زيات شي او يو شمېر نوماندان د پایلو له منلو انکار وکړي.
د افغان خبری آژانس، او ځینی  نورو نړيوالو رسنيو لکه ازادی رادیو ، بی بی سی د رپوټونو له مخې د پلازمېنې کابل ښار په ګڼو ټاکنيزو مرکزونو کې د رايو بکسونه تش پراته وو او د رايو اچوونکو شمېر ډېر لږ و.
د نړيوالو څارونکو په وينا په ټاکنو کې د رايو اچوونکو کچه ۲۰ سلنه وه، چې د افغانستان په تاريخ کې تر ټولو کمه سطحه ده.
د کارپوهانو په وينا په ټاکنو کې د خلکو د کمرنګه ګډون لامل د طالبانو ګواښونه، پر نوماندانو او د ټاکنو پر بهير د خلکو بې باوري وه.
د واشنګټن «ولسن څېړنيز مرکز» کې د جنوبي اسيا د چارو کارپوه مايکل کوګل مين په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي:«په ټاکنو کې د خلکو د کمرنګه ګډون دوه لامله دي. يو د وسله ‌والو بریدونو وېره ده، چې ختمېدل نه لري او دوهم پر سياسي مشرانو د خلکو د باور کمزوري ده.»
د رايې اچونې له بشپړېدو وروسته داسې اندېښنې شته، چې ځينې نوماندان به د پایلو له منلو انکار وکړي او په هېواد کې به تاوتريخوالي ته لاره هواره شي.
 د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتيار له ټاکنو يوه ورځ مخکې
خبرداری ورکړی و، که په ټاکنو کې درغلي وشي، دی به يې پایلې هېڅکله ونه مني او بېرته به د طالبانو لاره غوره کړي.
د افغانستان د ټاکنو پایلې تل ناوخته راوځي، له لرې پرتو سيمو پلازمېنې کابل ته د رايو بکسې رارسېدل هم ستونزمن دي او لومړنۍ پایلې اعلانول هم څو مياشتې وخت نيسي.
د ټاکنو کمېسيون سکرتر حبیب الرحمن ويلي، که نوماندان د ټاکنو پر پایلو نيوکې لري، د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته دې رجوع وکړي.
د ۲۰۱۴ کال کې هم له دوه ځله ولسمشريزو ټاکنو وروسته د دواړو نوماندانو اشرف غني او عبدالله ترمنځ ناندرۍ روانې وې او بالاخره د امریکا د هغه مهال د بهرنيو چارو وزير جان کيري دواړه نوماندان د ګډ حکومت په جوړولو او پنځوس پنځوس سلنه برخې سلا کړل.
دا ځل هم د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ګلبدين حکمتيار اوسنۍ ټاکنې د تاريخ شرموونکې او له درغلۍ ډکې ټاکنې بللي، همدارنګه بل نوماند عبدالله عبدالله هم تور لګولی، چې په جنوب ختيځو ولايتونو کې د اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي پراخې درغلۍ کړي دي.
داسې ښکاري، څومره چې د ټاکنو پایلې راښکاره کيږي، د ناکامو نوماندانو نيوکې او اعتراضونه به زياتېږي.
د چارو څارونکي وايي، کېدای شي د ټاکنو پایلو له امله يو ځل بيا هېواد د تاوتريخوالي پر لور ولاړ شي او يا به هم د پخوا په څېر امریکا يو ځل بيا اړ وي، چې د څو نوماندانو ګډ حکومت رامنځته کړي او د پېښېدونکي بحران مخنیوی وکړي.
 
https://avapress.com/vdcaiun6y49noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته