دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 192341
دکندهارټاکنو ولایتی کمېسیون مسؤلین:دکندهارپه تقریبی ډول دوه لکه کسانورایه استعمال کړې ده
دکندهارټاکنو ولایتی کمېسیون مسؤلین:دکندهارپه تقریبی ډول دوه لکه کسانورایه استعمال کړې ده
د ولایتی کمېسیون رئیس ایمل عبدالله زیاتوی، چی کندهارکی هم د جمهوری ریاست ټاکنی په بریالیتوب سره پای ته ورسېدلې او اوس مهال دوئ  مرکز ته د نتایجو پر استولو بوخت دی.
د کندهار ټاکنو ولایتی کمېسیون رئیس ایمل عبدالله وایی د بولدک ولسوالۍ پرته نورو له ټولو ولسوالیو څخه د رایو صندقونه  ولایتی کمېسیون ته را انتقال سوی دی او کارکونکی ئې د نتایجو پر انتقال بوخت دی.
ایمل عبدالله وایی د
بایومیتریک ماشینونو له لاری د ښځو عکس اخیستل په کندهار کی  د ښځو ونډه کمرنګه کړې وه.

دا د کندهار د ټاکنو ولایتی کمېسیون دی، چی له ښار او ولسوالیو څخه د رایو صندقونه راوړل سوی او کارکونکی ئې د بایومیتریک ماشینونو له لاری د استعمال سوو رایو نتجه د مرکزی کمېسیون ډاټابېس ته لېږی.
هغه وایی د کندهار په ۱۷۴ مرکزونو کی په تقریبی ډول دوه سوه زره کسانو رایه استعمال کړې ده.
د بایومیتریک ماشینونو ځینی تخنیکی ستونزی، د کارمندانو ناوخته راتګ او غیر حاضری او په مرکزونو کی د رایه ورکونکو د نومونو نه موجودیت هغه ستونزی وې، چی تېره ورځ کندهار کی رایه ورکونکو ځینی شکایت کاوه.
https://avapress.com/vdcfj0dyyw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته