کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني: بمبار کې شپږ ملکيان وژل شوي

7 میزان 1398 ساعت 17:47


د غزني خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه په هوايي برید کې شپږ تنه ملکيان وژل شوي دي.
د خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه الوتکو د «ده حاجي» سيمه کې بمبار کړی، چې له امله يې شپږ ملکيان وژل شوي دي.
د سيمې خلکو د وژل شوو کسانو جسدونه هم د والي د دفتر مخته د اعتراض په توګه راوړي او له حکومته د عدالت غوښتنه کوي.
اعتراض کوونکي خلک وايي، حکومتي عسکرو له دوی سره ناوړه چلند کړی، پر دوی يې ډزې کړي او اووه تنه يې ټپيان کړي دي، خو پوليس په دې اړه څه ويلو ډډه کوي.
ځايي خلک او د وژل شوو خلکو کورنۍ وايي، شپږ واړه کسان په بمبار کې وژل شوي، خو د غزني ولايت چارواکي ادعا کوي، چې کېدای شي دا خلک طالبانو وژلي وي.


د مطلب کود: 192326

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192326/غزني-بمبار-کې-شپږ-ملکيان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com