پوسټ کوډ 145611
نیټه خپرول: شنبه 6 تله 139812:06
- 0 څرګندونه
- چاپ
په کندهارکي د ?? ماين چاودونو مخنيوي سوي
په کندهارکی د ۳۱ ماین چاودونو مخنیوی سوی

په کندهار کی د رایی ورکوونی پروسې د ګډوډولو په موخه د دښمن ۳۱ حلقې ځای پر ځای سوی ماینونه کشف او خنثی سول
په هغه خبرپاڼه کی ،چی د کندهار ولایت مقام څخه خپره سوې راغلی،چی ګډو امنیتی ځواکونو د تېری شپې ۱۱ بجو څخه تر نن سهار پورې د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کی د دښمن ۳۱ حلقې ماینونه کشف کړل، چی اکثره یې خنثی او یو شمیر نورو ته یې امنیتی ځواکونو چاودنی ورکړې.دښمن غوښتل، چی د ځای پر ځای سویو ماینونو په مرسته د ټاکنو پروسه له ګډوډۍ سره مخ کړی او د خلکو په مینځ کی بیره خپره کړی خو زموږ زړورو امنیتی ځواکونو د دښمن پلانونه ور شنډ کړل او دمګړی په کندهار ښار او ولسوالیو کی د رایی ورکوونی پروسه په نورمال ډول مخته روانه ده.