د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو په افغانستان کې د یوناما د ماموریت په وروستۍ ورځ، د یوه پرېکړه لیک مسوده تایید کړه او ورسره دغه ماموریت د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر تر ۱۷مې وغځېد.
ملګري ملتونو همداراز په کابل او پروان کې د طالبانو سه شنبې ورځې (سپټمبر ۱۷مه) خونړۍ حملې هم په سختو ټکو وغندلې چې ۴۸ کسان یې ووژل.
چین چې وړاندې یې په دې اړه د امنیت د شورا له پریکړه لیک سره مخالفت کړی و، د المان او اندونیزیا له سفیرانو سره د خبرو په پایله کې یې پرون دې پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه.
تر دې مخکې چین غوښتل ددغه هیواد "د یوې لارې، یو کمربند" د یو ټریلیون ډالرو ستره پروژه د یوناما د ماموریت د تمدید په پریکړه لیک کې یاده شي.
د امریکا متحده ایالاتونه له دې وړاندیز سره موافق نه و چې له کبله یې په دې اړه د امنیت شورا رای ورکول له دوشنبې څخه سه شنبې ته وځنډېدل.
په ملګري ملتونو کې د چین سفیر ژنګ چون د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د پریکړه لیک مسودې ته د مثبتې رای په ورکولو د افغانستان پر اقتصادي پیاوړتیا ټینګار وکړ.
هغه وویل: "باید په پام کې ولرو چې د افغانستان اقتصاد ډیر مهم دی، ترڅو په پایله کې یې په دغه هیواد کې سوله

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه