دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 191714
په افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځولو پر سر د امنیت شورا د غړو اختلاف
د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غړي په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو په پریکړه لیک موافقې ته ندي رسیدلي او پدې اړه نن سه شنبه د سپتمبر په ١٧ ښایي تصمیم ونیول شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت د غځولو د سند پر متن د امریکا، چین او روسیې ترمنځ د نظر ژور اختلاف رامنځ ته شوی دی.
چین په سند کې د "یو کمربند او یوې لارې" د پروژې د لیکلو غوښتنه کوي خو امریکا ورسره دا خبره نه مني.
چین غواړي چې په دغه پروګرام کې د هغه د یو ټریلیون ډالرو پروژه ورګډه کړي، خو امریکا ورته ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سیاسي ماموریت کې ددغې پروژې ورګډول ضروري نه دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو شپږ میاشتینی سیاسي ماموریت نن سه شنبه پای ته رسیږي، تیره شپه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نیویارک د شپې تر دونیمو بجو غونډه وکړه، خو د چین د دغې غوښتنې له کبله کومې پریکړې ته و نه رسیده.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی واسیلي نبینزیا چې د امنیت شورا دوره یي مشر دی وايي چې دیپلوماتان په یوه نوي متن کار کوي چې یوه جوړجاړي ته سره ورسیږي. ښاغلی نبینزیا وايي چې نن به هم سره غونډه وکړي چې یوې هوکړې ته ورسیږي.
اسوشیتد پرس اژانس وایي دا په تیرو شپږو میاشتو کې دوهم وار دی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د ماموریت د غزیدو په پریکړه لیک کې د "یو کمربند او یوې لارې" د سترې پروژې د نوښت د تذکر پر سر ناندرۍ راپورته کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت په هرو شپږو میاشتو کې د تمدیدو لپاره پرې بیا کتنه کیږي، خو په ۲۰۱۶، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلنو کې دا ماموریت د یو یو کال لپاره وغځید.
د مارچ په میاشت کې د دغه ماموریت د غځیدو پر سر د خبرو پر وخت په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرسیتال سفیر جوناتن کوهن، اعتراض کړی و چې پيکینګ پر دې باندې ټینګار لري چې دغه پریکړه لیک "د افغانستان د خلکو پر ځای د چین ملي پالیسۍ د لومړیتوب په توګه وګرځي".
خو په ملگرو ملتونو کې د چین مرستیال سفیر هایتاو، هغه وخت له دغو څرګندونو سره خپل مخالفت کړی و او ویلي یې وو چې د "یو کمربند او یو یوې لارې" ابتکار "د افغانستان د بیا رغاونې او اقتصادې ودې سبب کیږي".
د همدغه اختلاف له کبله په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه ساده متن له مخې د یوه کال پر ځای د شپږو میاشتو له پاره وغځول شو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizzaz5t1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته